ایکناخبری آژانس د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ،د فلسطین اسلامی جهاد غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پرون د صهیونیسټ رژيم د مشراسحاق هرتزوګ څخه د ترکیې د ولسمشر هرکلی په سخته محکوم کړ او ټينګارئې کړی،چې دغه سفر،په الاقصی جومات باندې د صهونیسټ میشته ښارګوټو داوسیدونکو له یرغلونو او د مقدساتو د یهوي کولو لپاره د دښمن دنقضو او د بیت المقدس د خلکو په ضدد صهیونیسټانو دتیریو له سختیدا سره په یووخت ترسره کیږي .
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په دغې اعلامیې کې راغلي دي،ترکیې ته د نیواکګر رژيم د مشر سفر،د فلسطین د ملت له جهاد سره په مقابلې کې د دښمن پلویتوب دی .په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي ،په دې پلمه له دښمن سره داړیکو دبیرته پیلولو لپاره هڅه ، چې د دوي او ددغه هیواد په ګټه ده،له قدس او فلسطین او د فلسطین له مظلوم ملت سره ستر خیانت ګڼل کیږي .خپل هیواد ته د صهونیسټي رژيم د مشرد سفر په ردولو کې دترکیې د مسلمان ملت پیاوړي دریځونه ، یو غوره اقدام دی او د حکومتي لوري له هرتزوګ څخه دغه شان هرکلی ، دترکیې دهغو شهیدانو د وینې د ضائع کیدا په بیّه دی چې دغزې د کلابندۍ د ماتولو په لاره کې ئې توي کړي وې او د فلسطین د ملت له حقوقو په ملاتړکې د ترکیې د ملت له دریځ سره توپیر لري .
دفلسطین حماس غورځنګ هم په دې باب د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیسټ رژيم له مشرڅخه د ځینو عربو او اسلامی هیوادونو په هرکلی په افسوس کولو سره وئیلي دي،باید په سیمې کې د نفوذ لپاره او ددوي د ملتونو دسرچینو سره دلوبې د کولو لپاره صهیونیسټ رژيم ته کوم فرصت ورنکړل شي .په دغې اعلامیې پاي کې همداراز د مسلمانانو د لومړۍ قبلې او د اسلامی امت دهغوګټو ددفاع لپاره چې د صهیونیسټي غاصب رژيم له ګټو سره په توپیر کې دي،د فلسطین له ملت او د دوي دمقاومت له پیاوړتیا سره دلازیات پیوستون غوښته شوې .